پشتو متلونه
پښتو 200 متلونه ډییر خایسته او غوره لیکنه ده هیله کوم نشر یی کړئ. ۱ ـ حیا دار حیا کول بې حیا ویل زما څخه وېریږي. ۲ـ اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه. ۳ـ د جنګ خبرې خوږې وي خو ساعت یې تریخ وي. ۴ـ دیوالونه هم غوږونه لري. ۵ـ که څوک دې نه پیژني جومات کې غلا وکړه. ۶ـ ادب له زخمه اخیستل کېږي. ۷ـ په خپله یې خر نسته د بل په اس پورې خاندې. ۸ـ په ناسته غمبر نه کېږي. ۹ـ تشه لاسه ته مې دښمن یې. ۱۰ـ ټپوس کې د باز خویونه نه وي. ۱۱ ـ زور خو زور وي ،خو چل هم د زوره کم نه وي. ۱۲ ـ زه ساده ،ته حرام زاده. ۱۳ـ کور کې دې جواري نشته له دماغه دې د پلو بوی ځي. ۱۴ ـ نظر غرونه چوي. ۱۵ـ مور چې درخانۍ وي ، لور به یې ښاپیرۍ وي. ۱۶ ـ چرګه زما ده او هګۍ بل کره اچوي . ۱۷ ـ اور ته خپل او پردي یو شی دی . ۱۸ ـ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی. ۱۹ـ په خوله خوږ ،په زړه کوږ. ۲۰ ـ وسله هغه ده چې په لاس کې وي . ۲۱ ـ د بد زوی له لاسه ښه پلار کنځل کېږي . ۲۲ ـ د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي . ۲۳ ـ د ناست زمري نه ، ولاړ ګيدړ ښه دی. ۲۴ ـ غاښ چې رنځور شي ، نور د انبور شي . ۲۵ـ پیاز دې وي په...