رزق اسمانی دی
رزق آسماني ده، ځان ورپسې مه لیونی کوه؛ ځکه الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ سَبَإ) په (۳۹) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«قُلْ إِنَّ رَبِّى يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥ ۚ وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن شَىْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُۥ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرّٰزِقِينَ»
ژباړه:
=[اې پېغمبره(ص)!] دوى ته ووايه: زما رب چې له خپلو بندګانو څخه يې چاته اراده وشي، پراخه روزي وركوي او چاته چې، وغواړي روزي پرې تنګوي. څه چې تاسې لګوئ، د هغه په ځاى هماغه الله تاسې ته نور دركوي. هغه تر ټولو روزي وركوونكو څخه ښه روزي وركوونكى دى.
د الله شکر کوه!
ځکه چې په شکر کولو سره د الله تعالى له لوري پر بنده پېرزوينه کېږي، لکه څنګه یې چې، د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ إبراهیم) په (۷) نمبر آيت کې فرمایلي:
-«وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ»
ژباړه:
-او په ياد ولرئ، ستاسې رب خبردار کړي واست چې، كه شكر وباسئ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.
له پورتني آیت څخه معلومه شوه چې، روزي له شکر سره تړلې ده؛ نو تل شکر وباسه!
(لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّه) ډېر وایه! ځکه د جنت له خزانو څخه یو خزانه ده!
لکه څنګه چې په یوه حدیث شریف کې راغلي:
-له ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ ماته وويل:
ای عبدالله بن قيس! ومې ويل: لبيک يا رسول اللهﷺ، ويې فرمايل:
-آيا تا ته داسې کلمه ونه ښايم چې، د جنت له خزانو څخه يوه خزانه ده؟
ومې ويل:
-هو يا رسول اللهﷺ زما پلار او مور له تا قربان شي.
ويې فرمايل: «لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ». (رواه البخاري)
همدا ډول په بل حدیث شریف کې، رسول اللهﷺ فرمايلي:
-(لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّه) د (۹۹) مرضونو دوا ده چې، آسانه يې د غم لرې کول دي.
(رواه الطبراني في الأوسط)
له خپلو خپلوانو سره ټینګه خپلولي پاله!
ځکه، رسول اللهﷺ فرمايلي:
-څوک چې غواړي د هغه عمر زيات او رزق يې پراخه شي؛ نو هغه لره پکار ده چې خپلولي ښه وپالي.
(بخاري: ۵۶۴۰ ومسلم: ۲۵۵۷)
هیڅکله له بنده څخه تمه مکوه!
هر څه له الله تعالى څخه وغواړه...
Comments
Post a Comment