معلومات سياسي

کرزي پلار عبدالاحد کرزی ولسې جرګې غړی يو وخت د پښتو ژبې رسمې کيدو سره هغه وخت مخالفت کړی و

نن مې یو مقاله ولوسته چې کابو ۵۰ کاله مخکې لیکل شوې وه او د ګران هېواد د پارلمان په ۱۳ دوره ( ۱۳۵۱ هه ش) کې یې د وکیلانو په جینجالونو بشپړې لیکنې کړې وې ' که څه هم د ګران وطن د رسمي او ملي ژبو د منلو او رسمي کولو کار ' جنجال او سر دردي په کال ۱۳۴۳ کې پای ته رسېدلی و او د پاچا په وخت کې د لوې جرګې د استازو د پرېکړې له مخې پښتو ژبه د هېواد رسمي او ملي ژبه ټاکل شوې وه چې بیا وروسته د ناندریو او ناخوښیو له مخې د ملي وحدت او ورورولۍ د تأمین په پار " درې " هم د ګران وطن رسمي ژبه او د اساسي قانون ۳۵ ماده کې ځای شوه.
تر دغو لانجو وروسته وایي په پارلمان کې د دشتې ارچي ولسوالۍ منتخب وکیل ارواښاد فتح الملک ننګ یوسفزي د یو ګڼ شمېر نورو وکیلانو سره په ګډه یو غوښتن لیک ترتیب او په وکیلانو لاسلیک کړ چې له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د پښتون د اکثریت قام او پښتو ژبې ته د ارزښت او درناوي دپاره " د دولت هر دولسم پاس باید د مأموریت نه مخکې مکلف شي چې پښتو ژبه زده کړي ( لیکل ' لوستل) او په دې ډول د دولت د دفتر او رسمیاتو ژبه شي او خاصه پاملرنه دې ورته وشي.
دغه غوښتن لیک او وړاندیز په پارلمان کې یو ځل ناندرۍ او جینجالونه راپیدا کړل وکیلان سره ووېشل شول او پرې جنبې شول په ملي فکر ولاړو وکیلانو ټولو ( ازبک ' تاجک ' هزاره او....) د دغه وړاندیز هرکلی وکړ خو ځینو پردیپالو وکیلانو ( تاجک ' ازبک ' پښتون ' هزاره او ...) ببا برعکس ددغه وړاندیز پر وړاندې ودرېدل او موضوع یې جینجالي کړه.
هغه وخت خپلواکې خپرونې د ګوتو په شمېر وې په ټول هېواد کې ښايي تر لسو پورته نه وې خو طبیعي خبره ده چې د وخت مطبوعاتو هم دغه موضوع له پامه نه شوه غورځولای نو کومو خپلواکو رسنیو چې ددغه وړاندیز په ملاتړ د ولس غږ بدرګه کړ یو په کې د " افغان ملي جریده " وه ' دغه جریده بیا سمدستي بې له کوم څرګند دلیله مصادره شوه او کړکیج نور هم ترینګلی شو او د ملي فکر وکیلان اړ وتل چې ټول راټول شي او د صدارت مقام ته عارض شي وکیلانو د وخت لومړي وزیر سره ولیدل او د نورو حساسو مسایلو تر څنګ یې د دولت نه دا پوښتنه هم وکړه چې د " افغان ملي جریده " ولې او په کوم دلیل مصادره شوه ؟
صدر اعظم ډاکټر عبدالظاهر د عدلیې وزارت له وزیر ارغندیوال او همدا ډول د کلتور له وزیر عباسي نه پوښتنه وکړه چې د اخبار د مصادره کېدلو دلیل ووایي خو دواړه غلي شول او بالاخره یې وویل چې هیڅ دلیل نه لري نو وایي په همدې وخت کې د فراه ولایت منتخب وکیل ښاغلي عبدالغفار فراهي لومړي وزیر ته وویل چې دغه وزیران باید سمدستي استعفاء وکړي.
لنډه دا چې په دغو ( ۱۸۸) منتخبو وکیلانو کې یوازې ټول پښتانه ' نه وو بلکې د ملي فکر هر وکیل په کې وو خو په دغو ۱۸۸ وکیلانو کې ارواښاد عبدالاحد کرزی نه وو او ددغې وړاندیز او جریان سره مخالف و له پیله تر پایه د دغه ملي جریان په مخالفت کې ولاړ و.
ارواښاد عبدالاحد کرزي ته من حیث افغان او وکیل پوره درناوی لرم له خدایه ورته بخښنه او غوره جنتونه غواړم خو دغه یو تاریخي حقیقت او جریان وو چې ما پخوا اورېدلی و او نن مې ولوست.
یاده دې وي چې د همدې لانجې له امله د وخت لومړي وزیر ارواښاد دوکتور عبدالظاهر خپله استعفاء شاهي نظام ته وړاندې کړه ' که څه هم پاچا یې استعفاء ونه منله خو لږ وروسته بیا دوکتور عبدالظاهر لرې او په ځای یې شهید محمد موسی شفیق لومړی وزیر وټاکل شو.

Comments

Popular posts from this blog

Who is Haji zahir qadir

معلومات در باره خرقه مبارک

ولسوالی سرخرود