شعر مولوی صاحب خالص

د مولوي خالص صاحب  په زړه پوړی شعر:
چی دهیوادننی حالت په کې انځور شوی دي۔
شیطان ترینه جوړیږي چې انسان شي کوڅه ډب
یاران شي تري بیزاره چي یاران شي کوڅه ډب

نن دلته سبا   هلته کله سم شي ، کله  کوږ شي
سم جوړشي منافق چې مسلمان شي کوڅه ډب

نو کر داستعمارشي خپل ملت په نورو پلوري
دکوم هیواد،چي پوه  ملي ځوانان شي کوڅه ډب

وبا شي  قام کې کډه دژوندون  بیړۍ  چپه شي
دچاچي ملایان او  واعظان شي  کوڅه ډب

وطن ساتلي نشي په چوکۍ چې کړي جنګونه
ګیدړي ترینه ښه دي چي زمریان شي کوڅه ډب

دهري کوڅي سپي شي دهرچا ډول ته به ناڅي
ځان پلوري په پیسو چې ماموران شي کوڅه ډب

پرون یې دخلقيانو، نن زمونږ به مداحي کړي
چې کله شرمیدلي شاعران شي کوڅه ډب

وجدان تري کډه واخلي لیاقت یې رزالت شي
کم سیالونه کم سیال شي چې سیالان شي کوڅه ډب

خالصه خیردي غواړه چې شپي ورځي دي ترخیږي
که غله شي مجاهد اورهبران شي کوڅه ډب

Comments

Popular posts from this blog

Who is Haji zahir qadir

معلومات در باره خرقه مبارک

ولسوالی سرخرود