معلومات سياسي
کرزي پلار عبدالاحد کرزی ولسې جرګې غړی يو وخت د پښتو ژبې رسمې کيدو سره هغه وخت مخالفت کړی و نن مې یو مقاله ولوسته چې کابو ۵۰ کاله مخکې لیکل شوې وه او د ګران هېواد د پارلمان په ۱۳ دوره ( ۱۳۵۱ هه ش) کې یې د وکیلانو په جینجالونو بشپړې لیکنې کړې وې ' که څه هم د ګران وطن د رسمي او ملي ژبو د منلو او رسمي کولو کار ' جنجال او سر دردي په کال ۱۳۴۳ کې پای ته رسېدلی و او د پاچا په وخت کې د لوې جرګې د استازو د پرېکړې له مخې پښتو ژبه د هېواد رسمي او ملي ژبه ټاکل شوې وه چې بیا وروسته د ناندریو او ناخوښیو له مخې د ملي وحدت او ورورولۍ د تأمین په پار " درې " هم د ګران وطن رسمي ژبه او د اساسي قانون ۳۵ ماده کې ځای شوه. تر دغو لانجو وروسته وایي په پارلمان کې د دشتې ارچي ولسوالۍ منتخب وکیل ارواښاد فتح الملک ننګ یوسفزي د یو ګڼ شمېر نورو وکیلانو سره په ګډه یو غوښتن لیک ترتیب او په وکیلانو لاسلیک کړ چې له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د پښتون د اکثریت قام او پښتو ژبې ته د ارزښت او درناوي دپاره " د دولت هر دولسم پاس باید د مأموریت نه مخکې مکلف شي چې پښتو ژبه زده کړي ( لیکل ' لوستل) او...