ولایت ننگرهار
#د__ننګـرهــار__ولايــــت__پــېــژندنه! ننګرهار د افغانستان ختيځ کې د ختيځ طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو تر منځ پروت دى، چې د سمندر له سطحې څخه يې لوړوالى ۵۹۹ متره او پراخوالى يې ۷۹۱۶ كيلومتره مربع دى او مرکز يې جلال اباد ښار دی. ننګرهار ولايت، چې د تاريخي ځانګړنو، اوبو او هوا (اقليم)، مېوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله يې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده، د شمال له خوا څخه يې يو څه برخه د کونړونو او يو څه يې په لغمان ولايت پورې نښتې ده، د لوېديځ له خوا په کابل او لوګر ولايتونو پورې تړلې او د سوېل(جنوب) خواته يې سپين غر له پکتيا او کوزې پښتونخوا څخه بېلوي. د ننګرهار ولايت ختيځه او سوېل ختيځه خوا له ډېورنډ کرښې سره ګډه پوله لري. د ننګرهار د تودوخې منځنۍ كچه په اوړي کې تر ۴۵ سانتي ګرېډ درجو او په ژمي كې تر مثبت ۲ سانتي ګرېډ درجو پورې رسېږي، مديترانه يي اقليم لري، په ژمي كې يې د اورښت كچه تر ۲۴۲- ۳۹۰ ملي مترو پورې رسېږي. د ننګرهار له خوګياڼو، حصارك، سپين غره او كشمونډ غره پرته په معمول ډول د ننګرهار په نورو سيمو كې واوره نه اوري...