Good saying
په هیڅ یوه ځای کې هیڅ یوه لاس ته انتظار مه باسه او خپلې اوښکې دې پخپلو لاسو باندې پاکې کړه ( ټول لارویان دي ). ژبه هډوکی نلري خو دومره قوي ده چې په اسانۍ سره کولی شي د یو چا زړه مات کړي ( خپلو خبرو ته دې پام کوه). څوک چې تا پسې ستا تر شا خبرې کوي د هغوی په قېصه کې مه کیږي د هغوی ځای دقیقاً هماغلته دی ستا تر شا ( صابر اوسه ). ځینې وخت خدای (ج) ستا د ساتنې لپاره ستا نه څه شی یا څوک اخلي د بیرته را ګرځولو لپاره یې مه شله کیږي چې پښیمانه به شې ( خدای (ج) شتون لري نو حکمت یې ومنه ). زه اتیا کلن یم خوعمر مې لکه اته دقیقې داسې تیر شو او دا دی مخ په ختمیدو دی ( په دې لږو دقیقو کې څوک له ځانه مه خپه کوه ). نه سپینوالی د ښایست نښه ده او نه توروالی د بدرنګۍ نښه ... سپین کفن ویروونکی دی...او کعبه توره ده خو محبوبه او مینه ناکه. انسان په اخلاقو باندې انسان دی نه په ظاهري بڼه. که لوړ ږغ د نارینه توب نخښه وای نو سپی به د نرانو سردار وای. که بربنډتوب د میرمنتوب نښه وای نو بیزو به تر ټولو اغلې وه. مخکې له دې چې سر دې پورته کړې او د خدای (ج) نه د هغه څه په هکله ګیلې وکړې چې تاته یې ند...