politics info
#_ببرک_کارمل_څوک_وو؟
د ببرک کارمل پلار جنرال محمد حسین هاشم نومیده چه یو وخت د پکتیا والي هم وو. د ببرک اصلي اسلامي نوم سلطان حسین وو، د کابل په کمری کلي کي زیږیدلی وو. د ببرک پلار جنرال حسین د سردار داؤد خان باوري جنرال او یو وطن دوسته شخصیت وو, مګر ببرک په ځوانی کي ډیر افراطي او وطن دښمنه انسان وو، پدی خاطر خپل پلار د کوره و شاړه.
د ببرک ملیتي هوویت سم معلوم ندی، دوی تیوری دده په باره کي شته.
اوله یی وایی چه دده نیکه خیل په اصل هندوان وه چه وروسته یی اسلام باندي ایمان راوړی او مسلمانان شوی وه، او وروسته و افغانستان ته کډوال شوی او هلته میشته شوی وه.
دوهمه تیوري یی وایی چه دوی په اصل تاجیک او د کشمیر څخه و افغانستان ته کډوال شوي وه، مګر پلار یی خپل ملیتی هویت په باره بحث نه کاوه.
مګر خپله ببرک څو موده ځان #تاجیک باله، وروسته یی ویل چه نه موږ په اصل #پښتانه یو، ولي چه مور یی د پښتني ملاخیل قومه څخه وه. مګر په افغانستاني او هم نړیوال فرهنګ کي اولادونه د پلار په قوم وی، نه د مور.
ببرک وروسته چه د نجیب سره یی د قدرت پر سر جنجال شو، نو یی ځان #ازبیک باله، چه کوښښ یی کاوه د دوستم ملاتړ د لاسه کړي.
په 1953 که ببرک د خپلو افراطي فعالیتو په خاطر بندي شو، او هلته د میر اکبر خیبر سره اشناه شو، او میر اکبر خیبر د مارکسیستي سیسټم سره اشناه کړ. ببرک خپل نوم چه سلطان حسین وو په ببرک کارمل واړاوه، پدی خاطر چه د افغانستاني او اسلامي ټولني څخه فاصله واخلي او ځان کارګر او مارکسیست و پیژني.
ببرک د خلق حزب جوړیدو که لوي رول و لوباوه او ددی حزب د مشرانو څخه وو. ببرک د ستالیني سیاست پیروی وو، ډیر جبار او توتالیتر نظرونه یی پیشکش کول. بلاخره د خلقیانو سره یی جنجال شو او ځانته یی جدا حزب جوړ کړ چه هغه یی پرچم/بیرق په نامه یاد کړ او ددی حزب مشر وو.
په 1975 کي سردار داؤد خان د شوروی مداخلي ته متوجه شو او ددوی، خلق/ پرچم تخریبی فعالیتونه یی منع کړل او پدی خاطر یی د شوروي سره هم د اړیکو اوبه خړی شوی. شوروی د لیونید برژنیف په مشری کوشش وکړ چه سردار پخلا کړی او اړیکي ورسره ګرمي و ساتی خو سردار داوود د خپلواکی، افغانستاني او اسلامي عقیدی په خاطر ورسره جوړ نشو. بریژنیف پر خلق-پرچم فشار صادر کړ چه متحد شي او کودتاه وکړي، چه دوی هم هغسي وکړل او افغانستان یی د تباهی کندي ته ټیله کړ.
د خلق د قدرت په دوران کي سیاسی قدرت د امین په لاس کي وو او د چوکیو ویشلو پر محال امین مهمی چوکي خلقي افسرانو ته ورکړی او ببرک چه ددی پالسی خلاف نو دی او دده سره څو نور پرچمي مشران خارج ته د سفیرانو په پلمه ولیږل شول، خپله ببرک و چکسلواکیا کی د سفیر په دنده وګومارل شو. چه د هغه سفارتو څخه ببرک او نجیب د امین د امر سره خلاف وه چه باید واپس وطن ته راشي، خو شوروي ته و تښتیلد او هلته یی د کودتا بندوبس د کا ګی بی په مرسته ونیاوه.
دری میاشي د امین د کودتاه څخه وروسته شوروي کوماندو سربازان را ولیږل امین یی مړ کړ او کودتاه یی وکړل، ببرک او نجیب دوی ورځي وروسته په روسي ټانګانو سپاره کابل ته راغله او شوروي ببرک د افغانستان د دولتمشر په صفت وټاکه او افغاني غمیزی ته یی نور دوام ورکړ.
ببرک د نوی روسي پالسی چه د ګلاسنوست او پرسدرویکا په نامه یادیدل قرباني شو، شوروی بادار یی ورسره غداري وکړل او ببرک یی د قدرته لیري کړ او پر ځای یی نجیب و ټاکه. د شوروی ددی نوی پالسی مطلب دا وو چه نجیب ګاود دولتمشر دنده وګوماري او هغه د خپل سیاسي مخالفینو چه مجاهدین وه جوړه وکړي او شوروي ته پلمه جوړه شي چه د افغانستان څخه ووزي.
ببرک چه د شرابو ټینګ مصرف کونکی وو د اینی/ جیګر په سرطان اخته وو او د 1996 د دیسمبر میاشتی په لمړیو کی د مسکو په یوه روغتون مړدار شو.

Comments
Post a Comment