Posts

Showing posts from 2019

politics info

#_ببرک_کارمل_څوک_وو؟ د ببرک کارمل پلار جنرال محمد حسین هاشم نومیده چه یو وخت د پکتیا والي هم وو. د ببرک اصلي اسلامي نوم سلطان حسین وو، د کابل په کمری کلي کي زیږیدلی وو. د ببرک پلار جنرال حسین د سردار داؤد خان باوري جنرال او یو وطن دوسته شخصیت وو, مګر ببرک په ځوانی کي ډیر افراطي او وطن دښمنه انسان وو، پدی خاطر خپل پلار د کوره و شاړه. د ببرک ملیتي هوویت سم معلوم ندی، دوی تیوری دده په باره کي شته. اوله یی وایی چه دده نیکه خیل په اصل هندوان وه چه وروسته یی اسلام باندي ایمان راوړی او مسلمانان شوی وه، او وروسته و افغانستان ته کډوال شوی او هلته میشته شوی وه. دوهمه تیوري یی وایی چه دوی په اصل تاجیک او د کشمیر څخه و افغانستان ته کډوال شوي وه، مګر پلار یی خپل ملیتی هویت په باره بحث نه کاوه. مګر خپله ببرک څو موده ځان #تاجیک باله، وروسته یی ویل چه نه موږ په اصل #پښتانه یو، ولي چه مور یی د پښتني ملاخیل قومه څخه وه. مګر په افغانستاني او هم نړیوال فرهنګ کي اولادونه د پلار په قوم وی، نه د مور. ببرک وروسته چه د نجیب سره یی د قدرت پر سر جنجال شو، نو یی ځان #ازبیک باله، چه کوښښ یی کاوه د دوستم مل...